IQNA

د عربستان  اړونده اورګانونو د عمرې د ویزو صادریدا پیل کړه

6:37 - May 18, 2026
د خبر لمبر: 3492789
ایکنا- عربستان له  یوې میاشتې ځنډ وروسته،  د غوائ  د میاشتې  له   ۲۷ څخه، د بهرنیو عمره کونوکو زیارتوالو  لپاره د عمرې ویزې صادرول پیل کړل.

د ايکنا د راپور له مخې، سعودي عربستان له  پرون څخه  د عمرې ویزې صادرول پیل  کړي دي.  دعربستان د اوقافو او مذهبی چارو وزارت  هم اعلان کړی چې «د عمرې زائرینو د منلو بهیر له دې څخه دوه اونۍ وروسته پیل کېږي.»

تېر کال سعودي عرب  د ذی‌القعده له پیل څخه ویزې صادرولې، خو سږ کال د نسک سیسټم د نوي کولو (د شخصي معلوماتو او د سفر تاریخچه اضافه کول) له امله د ویزې صدور یوه میاشت ځنډېدلی دی.

د سعودي عربستان د عامې امنیت او د حج د امنیتي کمیټې مشر، محمد البسامي، د حج د امنیتي ځواکونو او اړوند پوځي او ادارې  له همکارانو سره د مقدسو  ځایونو په  کتنې کې، د ټولو ځواکونو د بشپړ چمتوالي یادونه وکړه  څو د حج مراسم په بشپړ امنیت او ارامۍ سره ترسره شي.

د اخبار ۲۴ په راپور کې راغلي: البسامي د دې  کتنې پر مهال ټینګار وکړ چې امنیتي او تنظیمي پلانونه بشپړ چمتو دي او موخه ئې د زائرینو د امنیت، سلامتۍ او آرامتیا تضمین دی  څو حج په اسانۍ او ارامۍ  سره ترسره کړي.

سږ کال بهرني زائرین د حج د مراسمو پای ته له رسېدو دوه ورځې وروسته (له ۱۴ ذی‌الحجه) عمره مفرده ترسره کولی شي. البته د حج او زیارت ادارې  لا هم د زائرینو د لیږد  اجازت نه دی صادره کړې.

د ویزې د اعتبار له ختمېدو وروسته د پاتې کېدو  جرمانه مشخصه شوه

ایکنا- د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په بیانیې کې ټینګار شوی چې هر بهرنی چې د ویزې د اعتبار له ختمېدو وروسته په هېواد کې پاتې شي، تر ۵۰ زره ریالو پورې جریمه، تر ۶ میاشتو پورې بند او  له هېواد ډيپورټ کولو  سره مخ کېږي.  دغه وزارت له ټولو غوښتنه کړې چې د حج د موسم لارښوونو ته پابند او له اړوند ادارو سره ملګرتیا  وکړي، او یادونه ئې کړې چې له  دغو مقرراتو سرغړونه قانوني سزا لري.

https://iqna.ir/fa/news/4352627

captcha